Jude 1:15 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
چې د ټولو عدالت وکړى او ټولو بېدينو له به د سزا حُکم ورکړى، ځکه چې هغوئ د خپلې بدعملى په وجه ډېر د بېدينۍ کارونه وکړل، او خُدائ پاک بېدينه ګناهګارانو له به هم د سزا ورکولو حُکم وکړى ځکه چې هغوئ د هغۀ خلاف ډېر بد وئيلى دى.“
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
چې د ټولو خلکو په هکله قضاوت وکړي او هغو بې دینه خلکو ته د هغوی د بدو کارونو له امله چې کړي یې دي، سزا ورکړي. څښتن به دې بې دینه ګناهکارانو ته د هغو سختو خبرو سزا ورکړي چې د څښتن په وړاندې یې کړي دي.»
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
چه دَ ټولو اِنصاف وکړى اَؤ ټولو بے دينو له دَ سزا حُکم ورکړى، ځکه چه هغوئ دَ خپلے بے دينئ په مجبورئ ډير دَ بے دينئ کارُونه وکړل، اَؤ خُدائے بے دينه ګُناه ګارانو له هم دَ سزا ورکولو حُکم وکړى ځکه چه هغوئ دَ هغۀ خلاف ډير څۀ وئيلى دى.“