Jude 1:3 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
زما ګرانو دوستانو، اګر چې زما تاسو ته د هغه خلاصون په حقله د ليکلو ډېر زيات شوق وو په کوم کښې چې مونږ ټول شريک يُو، خو زۀ اوس تاسو ته د بل څيز په حقله ليکل غواړم او تاسو ته مِنت زارى کوم چې د هغه ايمان دفاع وکړئ کوم ايمان چې مقدسينو ته په يو ځل سپارلے شوے وو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
ګرانو دوستانو! ما ډېر غوښتل چې تاسو ته د هغه خلاصون په هکله ولیکم چې مونږ ټول په کې شریک یو، خو دا مې ضروري وګڼله چې تاسو وهڅوم چې د هغه ایمان په خاطر چې خدای یوځل او د تل دپاره خپلو سپېڅلو خلکو ته ورکړی دی، هلې ځلې وکړئ.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
زما دوستانو! کله چه ما تاسو ته دَ هغه خلاصُون په باب کښے دَ ليکلو زيات کوشِش کولو په څۀ کښے چه مُونږ ټول شريک يُو، نو ما دا خط ليکل زيات ضرورى وګڼلو. زَۀ غواړم چه تاسو دَ ايمان په حق کښے سخت محنت وکړئ ځکه چه دا ايمان دَ خُدائے خلقو ته په يو ځل سپارلے شوے وو.