Jude 1:4 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
ځکه چې څۀ خلق ستاسو په مينځ کښې راګډ شوى دى په چا چې د ډېر پخوا نه د مجرمانو مهر لګولے شوے دے، بې‌دينه خلق څوک چې زمونږ د خُدائ پاک فضل په عياشۍ بدلوى او زمونږ د يک يو مالِک، مالِک عيسىٰ مسيح نه اِنکار کوى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
زه تاسو ته د دې دپاره وایم چې ځینې بې دینه خلک چې د غلطې عقیدې په هکله تعلیم ورکوي، په پټه په مونږ کې راننوتلي دي. دا هغه خلک دي چې ډېر پخوا د خدای په کلام کې هغوی ته د سزا ورکولو په هکله لیکل شوي دي. هغوی زمونږ د خدای فضل په غلطه تعبیروي، ترڅو د خپلو نفساني غوښتنو د پوره کولو دپاره بهانه جوړه کړي او زمونږ د یوازېني بادار او څښتن عیسی مسیح څخه انکار کوي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
زَۀ دا ځکه وايم چه ځنے بے دينه خلق په مُونږ کښے په پټه راګډ شوى دى چه زمُونږ دَ خُدائے فضل ته دَ خپلو شوقُونو عُذر جوړ کړى، اَؤ زمُونږ دَ يکى يو واکمن مالِک، مالِک عيسىٰ مسيح نه اِنکار کوى. ډير پخوا پاک کلام دَ هغوئ دَ سزا ذکر کړے وو.