Jude 1:5 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
اګر کۀ تاسو ټول په دې ښۀ خبر يئ خو زۀ غواړم چې تاسو ته درياد کړم چې زمونږ مالِک څنګه بنى اِسرائيل د مِصر نه رابهر او بچ کړل، خو بيا وروستو يې هغه خلق تباه کړل چا چې ايمان نۀ وو راوړے.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
که څه هم تاسو لا د مخکې نه له دې څخه خبر یئ، خو زه غواړم تاسو ته در په یاد کړم چې څښتن څنګه د اسراییلو خلک د مصر څخه راوویستل ، خو وروسته یې هغه خلک تباه کړل چې ایمان یې رانه ووړ.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
تاسو ټول په دے ښۀ خبر يئ خو زَۀ به ئے بيا درياد کړم چه زمُونږ مالِک څنګه بنى اِسرائيل له مصر نه بچ کړل، خو بل ځل ئے هغه خلق تباه کړل چه ايمان ئے نۀ وو راؤړے.