Jude 1:6 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
او هغه فرښتو چې خپل مقام يې ونۀ ساتلو او خپل ځائ يې پرېښودلو، نو خُدائ پاک هغوئ په ابدى زنځيرونو او په تورتم کښې د قيامت د لوئ ورځې پورې ساتلى دى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
همدارنګه هغه فرښتې چې خپل مقام یې ونه ساته او خپل اصلي ځای یې پرېښود، خدای هغوی په تورو تیارو کې په تلپاتې زنځیرونو وتړلې او د قیامت تر ورځې پورې به یې چې سزا به ورته ورکوي، هلته ساتي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
ياد لرئ چه کُومو فرښتو چه دَ خپلے درجے خيال ونۀ ساتلو اَؤ خپل ځائے ئے پريښودلو، نو خُدائے هغوئ په آبدى زنځيرُونو اَؤ په تورتم کښے دَ قيامت دَ لوئے ورځے پورے ساتلى دى.