Jude 1:7 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
دغه شان د سدوم او عموره او د ګېرچاپېره ښارونو مِثال واخلئ چې د هغوئ خلق هم د غېر فطرى فعل او په زناکارۍ کښې پرېوتل، او هغوئ ته د عبرت په توګه په ابدى اور کښې سزا ورکولے کيږى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
په همدې ډول د سدوم او عموره او د هغه شاوخوا ښارونه چې خلک یې د هغو فرښتو په شان په جنسي بد اخلاقۍ او ناروا غوښتنو اخته شول او اوس ورته د عبرت په توګه په تلپاتې اور کې سزا ورکول کیږي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
دغه شان دَ صُدوم اَؤ عموره اَؤ دَ ګيرچاپيره ښارُونو مِثال واخلئ چه دَ هغوئ خلق هم دَ هغو فرښتو په شان غير فطرى فعل اَؤ په حرامکارئ کښے پريوتل، اَؤ هغوئ ته دَ تل په اور کښے سزا ورکړے کيږى، اَؤ دا زمُونږ دَ پاره عبرت دے.