Jude 1:9 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
بلکې ياد ساتئ چې د ټولو نه لوئې فرښتې ميکائيل هم دغسې ونۀ کړل، ځکه چې څۀ وخت چې هغه د موسىٰ د لاش په باب د اِبليس سره بحث کولو په هغه وخت يې دومره همت ونۀ کړو چې په اِبليس اِلزام ولګوى، بلکې دا يې ووئيل چې، ”مالِک خُدائ دې تا ملامته کړى.“
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
حتی میکاییل چې د ټولو فرښتو مشره ده هغې هم کله چې د شیطان سره د موسی د مړي په هکله بحث کاوه، خپل ځان ته دا حق ورنه کړ چې په بدو خبرو هغه محکوم کړي بلکې ویې ویل: «څښتن دې تاته سزا درکړي.»
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
ياد لرئ چه دَ ټولو نه لوئے فرښتے ميکائيل هم دغسے نۀ وو کړے، ځکه چه څۀ وخت چه هغه دَ مُوسىٰ دَ لاش په باب دَ اِبليس سره بحث کولو په هغه وخت ئے دومره هِمت ونۀ کړو چه اِبليس ته په بدرد وئيلو په هغۀ اِلزام ولګوى، بلکه دا ئے ووئيل چه ”خُدائے دِ تا ملامت کړى.“