Judges 16:24 — Compare Translations

1 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
نو هغوئ خوشحالى کوله او هغوئ ووئيل، ”سمسون راوغواړئ او راځئ چې په هغۀ پورې ټوقې وکړُو.“ کله چې هغوئ سمسون د قېد نه راوويستلو، نو هغوئ ورپورې ټوقې کولې او د ستنو په مينځ کښې يې ودرولے وو. کله چې خلقو هغه ولېدلو، نو هغوئ د خپل خُدائ ثناء صِفت کولو، ”زمونږ خُدائ زمونږ په دشمن باندې فتح راکړې ده، چا چې زمونږ مُلک وران کړو او زمونږ ډېر کسان يې ووژل.“