Luke 10:13 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
افسوس دې وى په تا اے خورازينه، افسوس دې وى په تا بيتِ‌صيدا، ځکه کومې معجزې چې په تا کښې وشوې کۀ چرې دا په صور او صيدا کښې شوې وې نو دوئ به ډېر پخوا د ځان نه د ټاټ جامې تاو کړې وې او په ايرو کښې به ناست وُو او توبه به يې ويستې وه.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
افسوس دې وي په تا ای د خورزین ښاره! افسوس دې وي په تا ای د بیت صیدا ښاره! ځکه که چېرې دا معجزې چې په تاسو کې وښودل شوې، که هغه په صور او صیدون کې ښودل شوې وای نو هغوی به ډېر پخوا د ویر کالي اغوستي وای، په خپلو سرونو باندې به یې ایرې بادولې او توبه به یې ویستلې وای.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)