Luke 10:21 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
هم په دغه وخت عيسىٰ په روحُ القُدس کښې لويه خوشحالى وکړه او عيسىٰ وفرمائيل، ”اے پلاره، د آسمان او د زمکې مالِکه، زۀ ستا ثنا او صِفت کوم ځکه چې تا دا خبرې د پوهانو او هوښيارو نه پټې کړې او وړو ماشومانو ته دې څرګندې کړې. آو، پلاره، دا ستا رضا وه.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
په هغه وخت کې عیسی په روح القدس کې خوشحالي وکړه او ویې ویل: «ای پلاره، ای د ځمکې او اسمان څښتنه! زه ستا شکر کوم چې دا خبرې دې د پوهو او هوښیارو خلکو څخه پټې کړې او ناپوهو خلکو ته دې ښکاره کړي دي. هو پلاره، دا ستا رضا وه.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
په هغه وخت کې عیسی په روح القدس کې خوشحالي وکړه او ویې ویل: «ای پلاره، ای د ځمکې او آسمان څښتنه! زه ستا شکر کوم چې دا خبرې دې د پوهو او هوښیارو خلکو څخه پټې کړې او ناپوهو خلکو ته دې ښکاره کړي دي. هو پلاره، دا ستا رضا وه.