Luke 10:34 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
هغه ورغلو او د هغۀ زخمونه يې په تېلو او ميو ووينځل او پټۍ يې پرې ولګوله او بيا يې په خپل څاروى سور کړو او يو سرائى ته يې د ځان سره بوتلو او هلته يې د هغۀ خِدمت وکړو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
هغه ته ورغی، ټپونه یې ورته په شرابو ووینځل او تېل یې ورباندې واچول او پټۍ یې ورباندې کېښودله. بیا یې هغه په خپل خره باندې سپور کړ او یوې مسافرخانې ته یې یووړ او هلته یې ورباندې پام کاوه.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
هغه ته ورغی، زخمونه یې ورته په الکولو ومینځل او تېل یې ورباندې واچول او پټۍ یې ورباندې کیښودله. بیا یې هغه په خپل خره باندې سپور کړ او یوې مسافرخانې ته یې یووړ او هلته یې ورباندې پام کاوه.