Luke 11:33 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
هيڅوک بله شوې ډيوه په پټ ځائ کښې او يا د لوښى لاندې نۀ ږدى بلکې د ډيوټ دپاسه يې ږدى چې کور ته راتلونکى خلق يې رڼا ووينى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
هېڅوک څراغ د دې دپاره نه بلوي چې هغه په یو پټ ځای کې کېږدي او یا یې د یوې کاسې لاندې کېږدي، بلکې هغه په څراغدان باندې ږدي چې کله خلک راشي، نو رڼا یې وویني.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
هیڅوک څراغ د دې دپاره نه روښانه کوي چې هغه په یو پټ ځای کې کیږدي او یا یې د یوې کاسې لاندې کیږدي، بلکې هغه په څراغدان باندې ږدي چې کله خلک راشي نو رڼا یې وویني.