Luke 11:42 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
اے فريسيانو، په تاسو دې افسوس وى. تاسو د باغ د پودينې او سپېلنو او د هر قِسم سبزۍ لسمه حِصه خو ورکوئ خو د اِنصاف او د خُدائ پاک سره د مينې نه اِنکار کوئ. په کار خو دا وو چې تاسو په دې هم عمل کولے او هغه مو هم نۀ پرېښودلے.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
خو ای فریسیانو! ستاسو په حال دې افسوس وي. تاسو د وېلني او سپېلني او نورو بوټو لسمه برخه ورکوئ، خو په انصاف کولو او د خدای سره په مینه کولو کې بې پروایي کوئ. تاسو باید په دې ټولو باندې عمل کولای او هغه نور مو هم له نظره نه غورځولی.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
خو ای فریسیانو! ستاسو په حال دې افسوس وي. تاسو د ویلني او سپیلني او نورو بوټو لسمه برخه ورکوئ، خو په انصاف کولو او د خدای سره په مینه کولو کې بې پروایي کوئ. تاسو باید په دې ټولو باندې عمل کولی او هغه نور مو هم له نظره نه غورځولی.