Luke 11:51 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
د هابيل د وينې نه د زکرياه تر وينې پورې، څوک چې د خُدائ د کور او قربانګاه په مينځ کښې وژلے شوے وو. زۀ تاسو ته دا وايم، چې دې پيړۍ ته به د دې ټولو د وينو تويولو سزا ملاويږى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
د هابیل له وژلو نیولې د زکریا تر وژلو پورې چې د قربانۍ د ځای او سپېڅلي ځای ترمنځ ووژل شو. هو، زه تاسو ته وایم چې د دې زمانې خلک به د دې هرڅه دپاره ځواب ورکوي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
د هابیل له وژلو نیولې د زکریا تر وژلو پورې چې د قربانۍ د ځای او مقدس ځای ترمنځ ووژل شول. هو، زه تاسو ته وایم چې د دې زمانې خلک به د دې هرڅه دپاره ځواب ورکوي.