Luke 11:7 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
او هغه ورته په جواب کښې ووائى چې ما مۀ تنګوه. په دې نيمه شپه خو ورونه بند دى، زۀ او زما بچى په کټ کښې اودۀ يُو، په دې وخت اوس زۀ تا له څۀ نۀ شم درکولے.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
او ستاسو ملګری د کور له دننه څخه تاسو ته ځواب درکړي: ‹ما مه نا ارامه کوه، دروازه اوس بنده ده او زه او زما بچیان په خپلو بسترو کې پراته یو. زه نه شم کولای چې راپاڅېږم او تاته کوم څه درکړم.›
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
او ستاسو دوست د کور له دننه څخه تاسو ته ځواب درکړي: «ما مه نا آرامه کوه، دروازې اوس بندې دي او زه او زما بچیان په خپلو بسترو کې پراته یو. زه نه شم کولی چې راپاڅېږم او تاته کوم څه درکړم.»