Luke 12:11 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
کله چې تاسو د عبادتخانو او د حاکمانو او د اختيار د خاوندانو په وړاندې د عدالت دپاره ودرولے شئ نو په دې وخت کښې اندېښنه مۀ کوئ چې تاسو به د دوئ په وړاندې په خپله صفائى کښې څۀ وايئ.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
کله چې هغوی تاسې د محاکمې دپاره کنیسو یا والیانو یا واکمنانو ته راولي، نو په دې هکله اندېښنه مه کوئ چې د خپل ځان څخه به څنګه دفاع کوئ یا څه به وایئ.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
کله چې هغوی تاسې د محاکمې دپاره کنیسا ګانو یا والیانو یا واکمنانو ته راولي نو په دې هکله اندیښنه مه کوئ چې د خپل ځان څخه به څنګه دفاع کوئ یا څه به وایئ.