Luke 12:37 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
هغه خادِمان بختور دى چې مالِک يې د خپل راتلو په وخت بېدار ووينى. زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې مالِک به په خپله د کار جامې واچوى او دوئ به خوراک ته کښېنوى او په خپله به د دوئ خِدمت کوى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
بختور دي هغه نوکران چې کله یې بادار راشي او وویني چې هغوی بېداره ناست دي. په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې بادار به خپله ملا وتړي، هغوی به دسترخوان ته کښېنوي او رابه شي او د هغوی خدمت به وکړي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
بختور دي هغه نوکران چې کله یې بادار راشي او وویني چې هغوی بیداره ناست دي. زه تاسو ته رښتیا وایم چې بادار به خپله ملا وتړي، هغوی به دسترخوان ته کښینوي او رابه شي او د هغوی خدمت به وکړي.