Luke 12:5 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
خو زۀ به تاسو خبردار کړم چې د چا نه يره په کار ده. د هغه چا نه يرېږئ څوک چې د وژلو نه پس دوزخ ته د اچولو طاقت هم لرى. آو، زۀ تاسو ته وايم چې د هم هغۀ نه يره کوئ.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
خو زه تاسو خبروم چې د چا څخه باید ووېرېږئ. له هغه چا څخه ووېرېږئ چې د وژلو څخه وروسته دا واک او اختیار لري چې تاسو په دوزخ کې واچوي. هو، زه تاسو ته وایم چې باید د هغه څخه ووېرېږئ.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
خو زه تاسو خبروم چې د چا څخه باید وویرېږئ. له هغه چا څخه وویرېږئ چې د وژلو څخه وروسته دا اختیار لري چې تاسو په دوزخ کې واچوي. هو، زه تاسو ته وایم چې باید د هغه څخه وویرېږئ.