Luke 12:51 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
ولې تاسو دا سوچ کوئ چې زۀ دُنيا ته د امن راوستو دپاره راغلے يم؟ خو زۀ د دې دپاره راغلے يم چې خلق په خپلو کښې جدا کړم.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
ایا تاسو ګومان کوئ چې زه د دې دپاره راغلی یم چې نړۍ ته سوله راولم؟ نه، د سولې دپاره نه بلکې د بې اتفاقۍ اچولو دپاره راغلی یم.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
آیا تاسو ګومان کوئ چې زه د دې دپاره راغلی یم چې نړۍ ته سوله راولم؟ نه، د سولې دپاره نه، بلکه د بې اتفاقۍ اچولو دپاره راغلی یم.