Luke 13:14 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
خو د عبادتخانې مشر د سبت په ورځ د عيسىٰ د روغولو په عمل ډېر خفه شو او موجودو خلقو ته يې ووئيل چې، ”د کار دپاره شپږ ورځې مقرر شوې دى. په هغو ورځو کښې د شفا حاصلولو دپاره راځئ خو د سبت په ورځ مۀ راځئ.“
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
خو د کنیسې مشر د عیسی په دې کار چې د سبت په ورځ یې ناروغ ته شفا ورکړې وه، خفه شو او خلکو ته یې وویل: «په هفته کې شپږ ورځې دي چې باید کار وشي، نو په همدې ورځو کې راځئ او شفا مومئ، خو د سبت په ورځ نه.»
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
خو د کنیسا مشر د عیسی په دې کار چې د سبت په ورځ یې ناروغ ته شفا ورکړې وه په قهر شو او خلکو ته یې وویل: «په هفته کې شپږ ورځې دي چې باید کار وشي، نو په همدې ورځو کې راځئ او شفا مومئ، خو د سبت په ورځ نه.»