Luke 13:25 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
خو چې کله د کور مالِک راپاڅى او د خپل کور دروازه بنده کړى کۀ تاسو بهر ولاړ يئ او دروازه ټکوئ او مِنت کوئ چې مالِکه، مونږ ته دروازه کولاو کړه. خو هغه به جواب درکړى چې زۀ خو تاسو نۀ پېژنم چې تاسو څوک يئ.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
کله چې یوځل د کور خاوند راپاڅیږي او دروازه بنده کړي، نو تاسو به دباندې پاتې شئ او دروازه به ټکوئ او وایئ به چې ای ښاغلیه! دروازه خلاصه کړه. خو هغه به ځواب درکړي چې زه تاسو نه پېژنم چې له کوم ځای نه راغلي یئ.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
کله چې یو ځل د کور خاوند راپاڅیږي او دروازه بنده کړي، نو تاسو به دباندې پاتې شئ او دروازه به ټکوئ او وایئ به چې ای ښاغلیه! دروازه خلاصه کړه. خو هغه به ځواب درکړي چې زه تاسو نه پېژنم چې له کوم ځایه راغلي یئ.