Luke 13:6 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
بيا عيسىٰ دا مِثال وفرمائيلو چې، ”د يو سړى په باغ کښې د اينځر ونه ولاړه وه. نو هغه مېوې لټولو له ورغلو خو هيڅ يې په کښې پېدا نۀ کړل.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
بیا عیسی هغوی ته دا مثال راوړ: «یو سړي خپل د انګورو په باغ کې د انځر یوه ونه کرلې وه. کله چې راغی چې انځران راټول کړي، هېڅ یې په کې پیدا نه کړل.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
بیا عیسی هغوی ته دا مثال راوړ: «یو سړي خپل د انګورو په باغ کې د انځرو یوه ونه کینولې وه. کله چې راغی چې انځران راټول کړي خو هیڅ یې په کې پیدا نه کړل.