Luke 14:10 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
کله چې تا ته بلنه درکړے شى نو لاړ شه او د ټولو نه وروستو کښېنه ځکه چې کله چې کوربه راشى نو هغه به درته ووائى، زما آشنا، وړاندې راشه. نو ستا ټول ملګرى مېلمانۀ به ستا د هغه عزت تماشه وکړى، کوم چې تا ته درکړے شو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
خو کله چې د چا مېلمه شې، نو لاړ شه او تر ټولو وروستني ځای کې کښېنه، ترڅو کله چې کوربه راشي او درته ووایي: ‹ای زما ملګریه! پاس کښېنئ.› په دې به د نورو ټولو مېلمنو په مخکې ستا عزت وشي،
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
خو کله چې د چا میلمه شې نو لاړ شه او تر ټولو وروستني ځای کې کښینه. ترڅو کله چې کوربه راشي او درته ووایي: «ای زما ملګریه! پاس کښینئ.» په دې به د نورو ټولو میلمنو په مخکې ستا عزت وشي،