Luke 14:12 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
بيا عيسىٰ خپل کوربه ته وفرمائيل، ”هر کله چې تۀ د غرمې يا ماښام د روټۍ دپاره څوک راغواړې نو خپلو دوستانو، وروڼو، عزيزانو او اميرانو ګاونډيانو ته بلنه مۀ ورکوه ځکه چې هغوئ به هم تا ته بلنه درکړى او بدل به دې خلاص کړى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
بیا عیسی خپل کوربه ته وویل: «کله چې د غرمې یا د ماښام ډوډۍ دپاره څوک راغواړې، نو خپلو ملګرو یا خپلو ورونو یا خپلوانو یا خپلو شتمنو ګاونډیانو ته بلنه مه ورکوه، ځکه چې هغوی به هم بېرته تاته بلنه درکړي او په دې ډول به ستا بدل پوره کړي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
بیا عیسی خپل کوربه ته وویل: «کله چې د غرمې یا د ماښام ډوډۍ دپاره څوک راغواړې نو خپلو ملګرو یا خپلو ورونو یا خپلوانو یا خپلو شتمنو ګاونډیانو ته بلنه مه ورکوه، ځکه چې هغوی به هم بېرته تاته بلنه درکړي نو په دې ډول به ستا بدل پوره کړي.