Luke 15:20 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
نو په دې نيت هغه پاڅېدو او د خپل پلار کور طرف ته روان شو. خو هغه لا ډېر لرې وو چې د پلار پرې نظر شو نو زړۀ يې پرې درد وکړو او ورمنډه يې کړه او ورترغاړه وتو او ښکل يې کړو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
نو هغه پاڅېد او د خپل پلار کور ته روان شو. هغه لا کور ته نه ؤ رسېدلی چې پلار یې هغه د لېرې نه ولیده، زړه یې ورباندې وسوځېده او په منډه منډه د خپل زوی خواته ورغی. هغه یې په غېږ کې ونیوه او ښکل یې کړ.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
نو هغه پاڅېد او د خپل پلار کور ته روان شو. هغه لا کور ته نه ؤ رسېدلی چې پلار یې هغه له لیرې ولیده، زړه یې ورباندې وسوځېده او په منډه منډه د خپل زوی خواته ورغی. هغه یې په غېږ کې ونیوه او ښکل یې کړ.