Luke 15:6 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
او کله چې هغه کور ته واپس شى نو خپلو دوستانو او ګاونډيانو له به دعوت ورکړى او ورته به ووائى، ما سره زما په خوشحالۍ کښې شريک شئ. ځکه چې ما خپله ورکه شوې ګډه بيا وموندله.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
او کله چې کور ته راشي، خپل ټول ملګري او ګاونډیان به سره راټول کړي او هغوی ته به ووایي: ‹زما سره په دې خوشحالۍ کې شریک شئ، ځکه چې خپل ورک شوی پسه مې وموند.›
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
او کله چې کور ته راشي، خپل ټول دوستان او ګاونډیان به سره راغونډ کړي او هغوی ته به ووایي: «زما سره په دې خوشحالۍ کې شریک شئ ځکه چې خپل ورک شوی پسه مې وموند.»