Luke 15:8 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
يا دا چې کۀ د يوې ښځې سره لس د سپينو زرو سيکې وى او يوه ترېنه ورکه شى. ولې هغه به ډيوه نۀ بلوى، کور به نۀ جارُو کوى او د کور ګوټ ګوټ به تر هغې نۀ لټوى ترڅو چې يې هغه موندلې نۀ وى؟
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
عیسی زیاته کړه: «فرض کړئ د یوې ښځې سره د سپینو زرو لس سکې وي او یوه ترې ورکه شي. ایا هغه به څراغ بل نه کړي، خپل کور به جارو نه کړي او ټول ځایونه به ونه لټوي، ترڅو هغه راپیدا کړي؟
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
یا فرض کړئ د یوې ښځې سره د سپینو زرو لس سکې وي او یوه ترې ورکه شي. آیا هغه به څراغ بل نه کړي، خپل کور به نه جارو کوي او ټول ځایونه به ونه لټوي ترڅو هغه راپیدا کړي؟