Luke 16:13 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
يو غلام هم د دوو مالِکانو خِدمت نۀ شى کولے، ځکه چې يا خو به هغه د يو نه نفرت کوى او د بل سره مينه، او يا به هغه د يو وفادار وى او د بل نه به کرکه کوى. تاسو د خُدائ پاک او د مال دولت دواړو يو ځائ خِدمت نۀ شئ کولے.“
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
هېڅ غلام نه شي کولای چې د دوو بادارانو خدمت وکړي، ځکه چې داسې غلام به د یو څخه کرکه کوي او د بل سره به مینه او یا دا چې یو ته به وفادار وي او بل ته به په سپکه سترګه ګوري. تاسو نه شئ کولای چې هم د خدای بندګي وکړئ او هم د پیسو بندګي وکړئ.»
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
هیڅ غلام نه شي کولی چې د دوو بادارانو خدمت وکړي، ځکه چې داسې غلام به د یو څخه کرکه کوي او د بل سره به مینه او یا دا چې یو ته به وفادار وي او بل ته به په سپکه سترګه ګوري. تاسو نه شئ کولی چې هم د خدای بندګي وکړئ او هم د پیسو بندګي وکړئ.»