Luke 16:15 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”هم تاسو خلق خپل اولس په دې دوکه کوئ چې ګنې تاسو صادقان يئ خو خُدائ پاک ستاسو زړونه پېژنى. ځکه چې کوم څيزونه چې د خلقو په نظر کښې د صِفت وى، هغه د خُدائ پاک په نظر کښې پليت وى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
عیسی هغوی ته وویل: «تاسو داسې خلک یئ چې خپل ځانونه د نورو په مخکې عادلان ښکاره کوئ، خو خدای ستاسو زړونه ښه پېژني. ځکه کوم شیان چې د انسانانو په نظر کې ډېر ارزښت لري، خدای هغه بد ګڼي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
عیسی هغوی ته وویل: «تاسو داسې خلک یئ چې خپل ځانونه د نورو په مخکې رښتیني ښکاره کوئ، خو خدای ستاسو زړونه ښه پېژني. ځکه کوم شیان چې د انسانانو په نظر کې ډېر ارزښت لري خدای هغه بد ګڼي.