Luke 16:24 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
هغۀ چغې کړې، اے پلاره، اِبراهيمه. په ما رحم وکړه. دا لعزر راولېږه چې خپل د ګوتې سر په اوبو کښې لوند کړى چې زما ژبه پرې يخه کړى ځکه چې زۀ په دې اور کښې ډېر په عذاب يم.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
بیا هغه چیغې کړې او ویې ویل: ‹ای زما نیکه ابراهیمه! په ما رحم وکړه او ایلعازر راولېږه چې خپله ګوته په اوبو کې لمده کړي او زما ژبه پرې یخه کړي، ځکه چې زه په دې اور کې ډېر په عذاب یم.›
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
بیا هغه چیغې کړې او ویې ویل: «ای زما نیکه ابراهیمه! په ما رحم وکړه او ایلعازر راولیږه چې خپله ګوته په اوبو کې لمده کړي او زما ژبه پرې یخه کړي ځکه چې زه په دې اور کې ډېر په عذاب یم.»