Luke 16:8 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
او مالِک د خپل بېايمانه ناظر د دې هوښيارتيا ستائينه وکړه، ځکه چې د دې پيړۍ خلق په خپلو کښې په لېن دېن کولو کښې د ايماندارانو نه زيات هوښيار دى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
نو بادار یې هغه بې ایمانه ناظر وستایه، په دې خاطر چې هغه په ځیرکۍ سره داسې کار وکړ، ځکه چې د دې نړۍ خلک په خپلو کې په راکړه ورکړه کې د ایماندارانو نه ډېر ځیرک دي.»
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
نو بادار یې هغه بې ایمانه ناظر وستایه، په دې خاطر چې هغه په ځیرکئ سره داسې کار وکړ، ځکه چې د دې نړۍ خلک په خپلو کې په راکړه ورکړه کې د ایماندارانو په نسبت ډېر ځیرک دي.»