Luke 17:2 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
د هغۀ دپاره به دا ښۀ وى چې د هغۀ په غاړه کښې د ژرندې پل واچولے شى او په درياب کښې وغورزولے شى، په ځائ د دې چې په دې وړو کښې يو له هم تيندک ورکړى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
د هغه دپاره به دا ښه وي چې د ژرندې پل ورته په غاړه کې واچول شي او بحیرې ته وغورځول شي، له دې نه چې د دې خلکو څخه چې د ماشوم په شان په ما باندې ایمان لري، د کوم یو د ګناهکارولو سبب شي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
د هغه دپاره به دا ښه وي چې د ژرندې پل ورته په غاړه کې واچول شي او دریاب ته وغورځول شي، له دې نه چې په دې وړو ماشومانو کې د کوم یو د ګناهکاریدلو سبب شي.