Luke 18:22 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
د دې په اورېدو عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”په تا کښې اوس هم د يو څيز کمے دے. لاړ شه، خپل ټول مال حال خرڅ کړه او خوارانو له يې ورکړه، نو بيا به تۀ د آسمان خزانې ومومې. بيا راځه، او ما پسې شه.“
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
کله چې عیسی دا واورېدل، نو هغه ته یې وویل: «په تا کې اوس هم د یو شي کمی شته. هرڅه چې لرې هغه خرڅ کړه او پیسې یې په غریبانو باندې ووېشه، نو ته به په اسمان کې خزانې ولرې، بیا راشه او زما پیروي وکړه.»
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
کله چې عیسی دا واورېدل نو هغه ته یې وویل: «په تا کې اوس هم د یو شي کمی شته. هرڅه چې لرې هغه خرڅ کړه او پیسې یې غریبانو ته ورکړه نو ته به په آسمان کې خزانې ولرې، بیا راشه او زما پیروي وکړه.»