Luke 19:11 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
د هغوئ لا دې ته غوږ وو چې عيسىٰ ورته يو مِثال ووئيلو ځکه چې هغه اوس يروشلم ته رانزدې وو او د هغوئ دا ګُمان وو چې د خُدائ پاک بادشاهى اوس زر په ښکاره کېدو ده.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
هغوی د عیسی خبرو ته غوږ نیولی ؤ چې هغه ورته یو بل مثال هم راوړ، ځکه چې هغه اورشلیم ته نژدې ؤ او هغوی ګومان کاوه چې د خدای پاچاهي به همدا اوس راښکاره شي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
هغوی د عیسی خبرو ته غوږ نیولی ؤ چې هغه ورته یو بل مثال هم راوړ، ځکه چې هغه اورشلیم ته نږدې ؤ او هغوی ګمان کاوه چې د خدای پادشاهي به همدا اوس راښکاره شي.