Luke 20:46 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
”د شرعې د عالمانو نه ځان ساتئ څوک چې په لويو لويو چوغو کښې ګرځى او په بازارونو کښې د عزت په سلامونو ډېر خوشحاليږى او په عبادتخانو او په مېلمستياو کښې د مشرۍ په ځائ کښېناستل غواړى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
«د شریعت د عالمانو سره احتیاط کوئ. هغوی دا خوښوي چې په اوږدو چپنو کې وګرځي او په بازارونو کې ورته خلک سلام واچوي او غواړي چې په کنیسو کې په مخکې ځایونو او په مېلمستیاوو کې په لوړو ځایونو کې کښېني.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
«د شریعت د عالمانو څخه چې دا خوښوي چې په اوږدو چپنو کې وګرځي او د خلکو څخه تمه لري چې په بازارونو کې ورته سلامونه واچوي او غواړي چې په کنیسا ګانو کې په مخکې ځایونو او په میلمستیاوو کې په ښو ځایونو کې کښېني، خپل ځانونه وساتئ.