Luke 21:12 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
خو د دې هر څۀ کېدو نه مخکښې به هغوئ تاسو ونيسى او تاسو به وزوروى. تاسو به عبادتخانو ته حواله کېږئ او بندى‌خانو ته به اچولے کېږئ. تاسو به د بادشاهانو او حاکمانو په وړاندې زما د نوم په سبب راوستلے شئ.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
خو له دې هرڅه نه مخکې به هغوی تاسو ونیسي او وبه مو ځوروي. تاسو به د محاکمې دپاره کنیسو ته وسپارل شئ او په زندانونو کې به واچول شئ او زما د نوم په خاطر به د محاکمې دپاره پاچاهانو او والیانو ته بوتلل شئ.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
خو له دې هر څه نه مخکې به هغوی تاسو ونیسي او وبه مو ځوروي. تاسو به د محاکمې دپاره کنیسا ګانو ته وسپارل شئ او په زندانونو کې به واچول شئ او زما د نوم په خاطر به د محاکمې دپاره پادشاهانو او والیانو ته بوتلل شئ.