Luke 21:23 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
افسوس دے په هغه ښځو چې په دغه وخت کښې اُميدوارې وى او په هغوئ چې بچو له سينه ورکوى. ځکه چې په زمکه به ډېر لوئ مصيبت شروع وى او په دې خلقو به لوئ غضب نازل وى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
افسوس دې وي د هغو ښځو په حال چې په هغو ورځو کې امیدوارې وي او په هغو میندو باندې چې خپلو ماشومانو ته شیدې ورکوي. ځکه چې د ځمکې په مخ به سخت مصیبت راشي او په دې خلکو به د خدای غضب نازل شي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
افسوس دې وي د هغو ښځو په حال چې په هغو ورځو کې امیدوارې وي او په هغو میندو چې خپلو ماشومانو ته شیدې ورکوي. ځکه چې د ځمکې په مخ به سخت مصیبت راشي او په دې خلکو به د خدای غضب نازل وي.