Luke 22:10 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
هغۀ جواب ورکړو چې، ”څنګه چې تاسو ښار ته ننوځئ نو تاسو به يو سړے ووينئ چې د اوبو منګے به وړى. هغه چې کوم کور ته ورننوځى نو هم هغه کور ته ورننوځئ.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
هغه ځواب ورکړ: «ګورئ، څنګه چې ښار ته ننوځئ، نو یو سړی به ستاسو سره مخامخ شي چې د اوبو منګی به و‌ړي. هغه چې کوم کور ته ننوځي، تاسو هم ورپسې لاړ شئ.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
هغه ځواب ورکړ: «واورئ، څنګه چې ښار ته ننوځئ نو یو سړی به ستاسو سره مخامخ شي چې د اوبو منګی به و‌ړي. هغه چې کوم کور ته ننوځي تاسو هم ورپسې لاړ شئ.