Luke 22:36 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
عيسىٰ وفرمائيل چې، ”اوس د چا سره چې بټوې وى، هغه دې د ځان سره واخلى او خپلې کڅوړې دې هم ورسره وى، او کۀ تُوره ورسره نۀ وى، نو هغه دې خپله چُوغه خرڅه کړى خو تُوره دې واخلى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
عیسی وویل: «خو اوس هرڅوک چې د پیسو کڅوړه لري هغه دې د ځان سره واخلي او همدارنګه خپل خورجین هم. او د هرچا سره چې توره نه وي، نو خپله چپنه دې خرڅه کړي او یوه توره دې واخلي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
عیسی وویل: «خو اوس هر څوک چې د پیسو کڅوړه لري هغه دې د ځان سره واخلي او همدارنګه خپله خورجینه هم. او د هر چا سره چې توره نه وي نو خپله چپنه دې خرڅه کړي او یوه توره دې واخلي.