Luke 22:52 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
بيا عيسىٰ مشرانو اِمامانو او د خُدائ د کور حفاظت کوونکو آفسرانو او مشرانو ته کوم چې د هغۀ نيولو له راغلى وُو وفرمائيل، ”ولې تاسو ما ډاکو ګڼئ چې تُورو او کوتکو سره زما نيولو له راغلى يئ؟
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
بیا عیسی مشرانو کاهنانو، د خدای د کور د ساتونکو آمرانو او نورو قومي مشرانو ته چې د هغه د نیولو دپاره راغلي وو، وویل: «ایا زه کوم داړه مار یم چې د تورو او کوتکونو سره زما د نیولو دپاره راغلي یئ؟
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
بیا عیسی مشرانو کاهنانو، د خدای د کور د ساتونکو آمرانو او نورو قومي مشرانو ته چې د هغه د نیولو دپاره راغلي وو، وویل: «آیا زه کوم داړه مار یم چې د تورو او کوتکونو سره زما د نیولو دپاره راغلي یئ؟