Luke 22:6 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
نو هغه په دې کار رضا شو او بيا د داسې موقعې په تلاش کښې شو چې کله هغۀ سره نور خلق نۀ وى نو هغوئ ته به يې حواله کړى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
نو یهودا ورسره ومنله او د یوې ښې موقعې په لټه کې شو چې کله د عیسی سره نور خلک نه وي هغوی ته یې په لاس ورکړي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
نو یهودا ورسره ومنله او د یو ښه فرصت په لټه کې شو چې کله د عیسی شاوخوا ته خلک نه وي هغوی ته یې وسپاري.