Luke 23:26 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
چې هغوئ عيسىٰ په سولۍ کولو له بوتلو نو شمعون کرينى نومې سړے يې راونيولو چې د کلى نه راتلو، سولۍ يې هغۀ ته په اوږه کړه او هغه يې عيسىٰ پسې روان کړو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
کله چې عسکرو هغه په صلیب باندې د ځوړندولو دپاره بیولو، نو هغوی د شمعون په نامه یو سړی چې د قیروان څخه ؤ او د ښار دباندې سیمې څخه ښار ته راروان ؤ، راونیوه. هغه یې مجبور کړ چې صلیب په اوږه کړي او د عیسی پسې یې یوسي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
کله چې عسکرو هغه د اعدامولو دپاره بیولو نو هغوی د شمعون په نامه یو سړی چې د قیروان څخه ؤ او د اطراف څخه ښار ته راروان ؤ، راونیوه. هغه یې اړ کړ چې صلیب په اوږه کړي او په عیسی پسې یې یوسي.