Luke 23:8 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
کله چې هيروديس عيسىٰ وليدو نو ډېر خوشحاله شو ځکه چې د هغۀ په حقله يې اورېدلى وُو او د ډېر وخت نه يې دا خواهش وو چې هغه ووينى او په دې طمع وو چې د هغۀ د لاس نه څۀ معجزه ووينى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
کله چې هیرودیس عیسی ولیده نو ډېر خوشحاله شو، ځکه چې د هغه په هکله یې ډېر څه اورېدلي وو او له ډېرې مودې راهیسې یې غوښتل چې عیسی وویني. هغه په دې تمه ؤ چې د هغه څخه کومه معجزه وویني.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
کله چې هیرودیس عیسی ولید نو ډېر خوشحاله شو، ځکه چې د هغه په هکله یې ډېر څه اوریدلي وو او له ډېرې مودې راهیسې یې غوښتل چې عیسی وویني. هغه په دې تمه ؤ چې د هغه څخه کومه معجزه وویني.