Luke 3:16 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
خو يحيىٰ هغوئ ټولو ته وفرمائيل چې، ”زۀ تاسو له په اوبو بپتسمه درکوم خو څوک چې راتلونکے دے هغه زما نه ډېر زورَور دے، او زۀ د هغۀ د پېزار د تسمو د پرانستلو جوګه هم نۀ يم. هغه به تاسو ته په روحُ القُدس او په اور بپتسمه درکوى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
نو یحیی هغوی ټولو ته وویل: «زه تاسو ته په اوبو باندې د تعمید غسل درکوم، خو یو څوک راروان دی چې هغه زما څخه ډېر زورور دی. زه حتی د دې لایق هم نه یم چې د هغه د څپلیو تسمې خلاصې کړم. هغه به تاسو ته په روح القدس او په اور باندې د تعمید غسل درکوي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
نو یحیی هغوی ټولو ته وویل: «زه تاسو ته په اوبو باندې د تعمید غسل درکوم، خو یو څوک راروان دی چې هغه زما څخه ډېر زیات لوی دی. زه حتی د دې لایق هم نه یم چې د هغه د څپلیو تسمې خلاصې کړم. هغه به تاسو ته په روح القدس او په اور باندې د تعمید غسل درکوي.