Luke 3:8 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
نو داسې کارونه وکړئ چې ورنه ستاسو د توبې ايستلو پته ولګى. تاسو ځان سره داسې سوچ مۀ کوئ چې ګنې تاسو د اِبراهيم اولاد يئ، ځکه چې زۀ درته دا وايم چې خُدائ پاک د دې کاڼو نه هم د اِبراهيم دپاره اولاد پېدا کولے شى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
نو بیا داسې کارونه وکړئ، ترڅو دا وښایي چې تاسو د ګناهونو نه توبه ویستلې ده. د خپلو ځانونو سره داسې مه وایئ چې ابراهیم زمونږ پلار دی. ځکه چې زه درته وایم چې خدای کولای شي د دې تیږو څخه هم ابراهیم ته اولادونه پیدا کړي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
نو بیا داسې کارونه وکړئ ترڅو دا وښایي چې تاسو د ګناهونو نه توبه ویستلې ده. د خپلو ځانونو سره داسې مه وایئ چې مونږ د ابراهیم په شان پلار لرو. ځکه چې زه درته وایم چې خدای کولای شي د دې تیږو څخه هم ابراهیم ته اولادونه پیدا کړي.