Luke 4:18 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
”د مالِک خُدائ روح په ما نازل دے ځکه چې زۀ هغۀ مسح کړے يم، او دې له يې رالېږلے يم چې غريبانانو له زيرے ورکړم، چې قېديانو ته د آزادۍ اعلان وکړم او ړندو ته د بينائى اِعلان وکړم، او چې مظلومان آزاد کړم،
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
«د څښتن روح په ما باندې نازل شوی دی ځکه چې زه یې مسح کړی یم ترڅو غریبانو ته زېری ورسوم هغه زه رالېږلی یم چې اعلان وکړم چې بندیان به ازاد شي ړانده به بینا شي او مظلومان به ازاد شي
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
«د څښتن روح زما سره دی، ځکه چې زه یې غوره کړی یم ترڅو غریبانو ته زېری ورسوم. هغه زه رالېږلی یم چې اعلان وکړم چې بندیان به آزاد شي، ړانده به بینا شي او مظلومان به آزاد شي