Luke 4:6 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
او اِبليس ورته ووئيل چې، ”زۀ به د دې ټولو اختيار تا له درکړم او هغه شان او شوکت هم چې د دې سره تړلى وى ځکه چې دا ما ته په اختيار کښې راکړے شوى دى او زۀ يې هغه چا له ورکوم چا له چې يې زما زړۀ غواړى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
شیطان هغه ته وویل: «زه به د دې ټولو واک او اختیار او د هغو شان او شوکت تاته درکړم، ځکه چې دا ماته راکړل شوي دي او هرچا ته چې زه وغواړم هغه ته یې ورکوم.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
شیطان هغه ته وویل: «زه به د دې ټولو واک او اختیار او د هغې شان او شوکت تاته درکړم، ځکه چې دا ما ته راکړل شوي دي او هر چا ته چې زه وغواړم هغه ته یې ورکوم.