Luke 5:1 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
يوه ورځ چې عيسىٰ د ګِنيسرت درياب په غاړه ولاړ وو نو لويه ګڼه ترې راچاپيره وه چې د خُدائ کلام واورى،
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
یوه ورځ عیسی د جنیسارت د بحیرې په غاړه ولاړ ؤ او خلکو یو بل سره ټېله کول چې ځانونه هغه ته ورسوي، ترڅو د خدای کلام واوري.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
یوه ورځ عیسی د جنیسارت د دریاب په غاړه ولاړ ؤ او خلکو یو او بل سره ټېله کول چې ځانونه هغه ته ورسوي ترڅو د خدای کلام واوري.