Luke 6:17 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
عيسىٰ د هغوئ سره د غرۀ نه راکوز شو او په هوار مېدان کښې ودرېدو. په دغه ځائ کښې د هغۀ د مريدانو ډله او ډېر خلق، چې ټول د يهوديه او يروشلم او د صور او د صيدا د سمندرى غاړې نه راټول شوى وُو،
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
عیسی د خپلو رسولانو سره د غره څخه راښکته شو او په یو هوار ځای کې ودرېده. په هغه ځای کې د هغه د پیروانو یوه لویه ډله او د ټولې یهودیې، اورشلیم او د صور او صیدون د ساحلي ښارونو څخه ګڼ شمېر خلک موجود وو.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
عیسی د خپلو رسولانو سره د غره څخه راکوز شو او په یو هوار ځای کې ودرېد. په هغه ځای کې د هغه د پیروانو یوه لویه ډله او د ټولې یهودیې، اورشلیم او د صور او صیدون د ساحلي ښارونو څخه ګڼ شمیر خلک موجود وو.