Luke 6:38 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
ورکړئ، نو تاسو ته به واپس درکړے شى. نو ستاسو جولۍ ته به ستاسو برخه ښۀ منډلې دربلې ښۀ ډکه تر خولې خولې واپس مِلاو شى. نو چې څنګه تاسو د بل ناپ تول کوئ دغه رنګ به واپس ستاسو ناپ تول کولے شى.“
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
نورو ته څه شی ورکړئ، نو تاسو ته به هم درکړل شي. تاسو ته به په ډکې پیمانې، په زور ځای شوې او تر خولې پورې ډکه ستاسو په لمنه کې واچول شي. ځکه په هره پیمانه چې تاسو یې نورو ته ورکوئ، په هماغه پیمانه به تاسو ته هم درکول کیږي.»
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
نورو ته څه شی ورکړئ نو تاسو ته به هم درکړل شي. تاسو ته به په ډکې پیمانې، په زور ځایول شوې او تر خولې پورې ډکه ستاسو په لمنه کې واچول شي. ځکه په هره پېمانه چې تاسو یې نورو ته ورکوئ په هماغه پېمانه به تاسو ته درکول کیږي.»